IQNA

د «إن للمتقين مفازاً» قرآنی نړیوالې سیالۍ نن  د چارشنبې په مازدیګر پیلیږي

13:22 - March 22, 2023
د خبر لمبر: 3487072
ایکنا-(تهران) د «إن للمتقين مفازاً» په نامې سره د  قرآن د تلاؤت د نړیوالو سیالیو شپاړسم پړاؤ  نن چارشنبې په مازدیګر د نړۍ د مختلفو قاریانو په شتون سره پيلیږي.

ایکنا دالکوثر چینل له قوله راپور راکړ، د «إن للمتقين مفازاً»  په عنوان سره د قرآن نړیوالو سیالیو شپاړسم پړاؤ  نن چارشنبې ورځې په مازدیتګر د الکوثر ټيلیویژني چینل په همت سره پیلیږي . د غه سیالۍ د  روژې دمبارکې میاشتې  په مناسبت ترسره کیږي. سږکال په دغو سیالیو کې د ایران،پاکستان،عراق،افغانستان،مصر،هند،انډونیشیا،مراکش،الجزایر او لبنان پشمول د نړۍ له مختلفو هیوادونو ۳۶ قاریان ګډون کوي.

د یادولو وړ ده چې د «إن للمتقين مفازاً» قرآني سیالیو د شپاړسم پړاؤ لپاره دنامو ثبتول  د رجب د میاشتې په دیارلسمه یعني د حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره په یووخت پيل شوي او دحضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشرف دنیکمرغه زوکړې د کلیزې په ورځ پاي ته رسیدلي وو.

مینه والو خپل صوتی یا تصویري  تلاؤتونه   چې له دوو تر درو دقیقو پورې په نظر کې نیول شوي،د سیالیو سیکرټریټ ته لیږدولي دي ، ددغو تلاؤتونو ارزونه شوې ده او غوره تلاؤتونه به د روژې دمبارکې میاشتې په لومړیو ۲۴شپو  کې د سیالیو په مقدماتي مرحلو کې شرکت وکړي او ۲۴غوره قاریان به نیمه نهائي سییالیو ته لار پیدا کړي او په نهایت کې به هم پنځه برلاسه قاریان  د روژې دمبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر په شپه په نهائي مرحلې کې  ګډون وکړي.

دغه قرآني سیالۍ د الکوثر سپوږمکیز چینل سایټ څخه ددغه چینل سره  اړونده ویب پاڼې  له لارې تعقیبیدلی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4129364/%D9%85

captcha